د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند او پاکستان ترمنځ په لانجمنه سیمه کشمیر کې د هندي پوځیانو په ډزو دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی. بلخوا د پاکستان پوځ په خپره کړې خبرپاڼه کې د دې خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دې پېښه کې یو پوځی وژل شوی خو په ځوابي برید کې یې هندي لوري ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. پاکستاني پوځ هند له اوربنده په سرغړونه تورن کړی دی خو هندي پوځ بیا ویلي چې دوی د پاکستاني پوځ هغه پوسته په نښه کړې له کومې څخه چې د دوی پر لور ډزې شوې وې.
































