په خیبر پښتونخوا کې پولیسو د هندوانو پر معبد د ډله ییز برید په تور ۲۸ کسان نیولي دي. د تېرې چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتنوخوا ایالت د کرک په داود شاه بانډه سیمه کې ځايي هندوانو په خپل مندر کې ودانیزې چارې تر سره کولې، چې د دې چارې مخالفو لاریون کوونکو یې مخه ونیوله، برید یې وکړ او معبد ته یې زیان واړاوه. په کرک سیمه کې ځايي پولیسو ۲۸ کسان نیولي او د مندر په شاوخوا کې امنیتي پولیس ځای پر ځای شوي دي. پاکستاني پولیسو ویلي، معبد کې د هندوانو تر پاروونکو ویناوو وروسته خلکو پر دغه معبد برید وکړ. پولیس وايي، مخکې پرېکړه شوې وه، خلک سوله ییز لاریون وکړي، خو وروسته خلک ولمسول شول او پر معبد برید وشو.
































