د ماشومانو ملاتړ بنسټ ویلي، چې په افغانستان کې څه دپاسه ۳۰۰زره ماشومان په روان ژمي کې د سختې یخنۍ سره مخامخ دي او که ژمني امکانات ورته برابر نشي، د هغوی د ناروغۍ او حتی د مړینې سبب کیدای شي. دغه نړیوال بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومان نه یواځې د لوږې او کرونا وبا په ګډون په ناروغیو باندې د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي بلکې د سانتیګراد د صفر درجې لاندې سړه هوا هم د هغوی ژوند ګواښي. اعلامیه کې راغلي دي چې د جګړو او ناامنیو دوام، د خلکو د کورونو ویجاړېدل او موقتي کمپونو او خیمو ته د هغوی بیځایه کېدل بله هغه ستونزه ګڼل شوې چې هغوی ته په ځانګړې توګه ماشومانو ته شرایط نور هم ستونزمن کوي.
































