د کندهار د پولیسو ۷۰ په سلو کې سرتېرو دندې پرېښې دي. د کندهار والي حیات الله حیات په یوه مرکه کې ویلي، چې په کندهار کې یوازې ۳۰ په سلو کې پولیس فعال دي او ۷۰ په سلو کې نورو دندې پرېښي دي. دغه وضعیت ته په کتو ولسمشر غني هم څه مو ده مخکې کندهار ولایت ته ولاړ. اوسمهال ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې سختې جګړې روانې دي. په تېرو دوو میاشتو کې سرتېرو په دغو ولسوالیو کې ۳۰۰ پوستې چې ډیرې یې د پولیسو وې وسله والو طالبانو ته پریښي دي.
































