د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۹ میلیونه ډېر کسان په کرونا وبا اخته شوي او تر ۳۴۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کرونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۴ زره او ۱۵۹ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۹۴زره ۹۴۹په مکسیکو کې ۱۲۵زره او ۸۰۷، په هند کې ۱۴۸زره او ۷۳۸، په بریټانیا کې ۷۳ زره ۶۲۲، په ایران کې ۵۵ زره او ۲۲۳ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۱۰۵ تنه تر دې دمه کرونا وبا وژلي دي.
































