د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید لپاره په پلمې پیدا کولو تورن کړ. ظریف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټرمپ او ملګري یې امریکا کې له کرونا سره د مبارزې په ځای د بي-۵۲ په الوت او سیمې ته د الوتک وړونکې بېړۍ په لېږلو سره میلیاردونه ډالر په اوبو لاهو کړل. نوموړي ویلي، له عراق ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د جنګ لپاره د پلمې لټولو لپاره دسیسه جوړوي. نوموړی زیاتوي ایران جګړه نه غواړي خو په ښکاره او مخامخ به له خپلو خلکو، امنیت او مهمو ګټو دفاع وکړي. د ایران د مذهبي مشر یوه پوځي سلاکار حسین دهقان ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې نوی کال به سیمه کې امریکايي ځواکونو ته په ماتم بدل نه کړي.
































