د امریکا د ملي امنیت شورا ويلي چې د افغان خبریالانو ملاتړ کوي. دغې شورا د یوه ټویټ په خپرولو افغان خبریالان زړور بللي او زیاته کړې یې ده چې امریکا د دوی تر څنګ ولاړه ده. د امریکا د ملي امنیت شورا پر افغان خبریالانو هدفي بریدونو ته د یو ننګونکي او سپک کار خطاب کړی. یادې شورا ویلي ټول هغه کسان چې افغانستان ورته اړین دی باید دغه کار وغندي. په تېرو څو اونیو کې افغانستان کې د خبریالانو او مدني فعالانو د هدفي وژنو پېښې په بېساري ډول ډېرې شوي دي. دغو پېښو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي. په تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې څلور افغان خبریالان په کابل، هلمند، ننګرهار او غزني کې په وسله والو بریدونو او ماین چاودنو کې ووژل شول.
































