په افغانستان کې د بریټانیا سفیر ایان کولارډ د نوي ۲۰۲۱کال په اړه په خپاره کړي پیغام کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، چې د افغانستان خلک د لوړې کچې تاوتریخوالي قرباني شوي او د بشري حقونو فعالانو، خبریالانو او دولتي کار کوونکو د وژلو پېښې ډیرې شوې دي. نوموړي ویلي، د روانو ناخوالو د حل یوازینی لار سوله ده او روان تاوتریخوالی باید ژر تر ژره پای ومومي. نوموړي یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر ژمنو ټینګار کړی دی.
































