په داسې حال کې، چې۲۰۲۰ کال د نړۍ لپاره له بېلابېلو ستونزو سره مخ کال و، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال یادوي. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجراییوي رییس مجیب خلوتګر وايي، په دې کال کې۱۱ خبریالان وژل شوي دي. خلوتګر دا هم وايي، په منظمه توګه اطلاعاتو ته د خبریالانو لاس رسی محدود شوی، چې دا خپله لویه او جدي ستونزه ده. نوموړی له حکومت غواړي، چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې او اقدامات وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د بې پولې خبریالانو سازمان په کلني راپور کې راغلي، چې افغانستان په نړۍ کې له پنځو هغو هېوادونو دی چې خبریالان په کې زیات وژل شوي دي.
































