د سولې مذاکراتي پلاوي ځینې غړي وايي، طالبان لا هم په ډيری مهمو مسایلو کې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره د نظر ژور اختلاف لري. د سولې مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړو چې په کابل کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، طالبان لا هم د افغانستان د راتلونکي نظام، تېرو لاسته راوړنو او ګڼو نورو مسایلو په اړه خپل خاص دریځ لري او ددې لپاره چې دغه ډله نرمښت وښيي نو نړیواله ټولنه دې پر هغوی فشار زیات کړي. دوی وايي نړیواله ټولنه دې په مذاکراتو کې د توازن رامنځته کولو لپاره پر دې ډله فشارونه زیات کړي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وايي طالبان لا هم په افغانستان کې روانې جګړې ته شرعي بڼه ورکوي او تر هغو چې ددې ډلې په فکر کې تغیر را منځته نشي شته اختلافات په اسانۍ نشې حل کېدای. دوی وايي طالبان له امریکا سره د سولې هوکړې او له هغوی سره اوربند ته دلایل وړاندې کوي خو اوسنۍ جګړې ته مشروعیت ورکوي.
































