د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د دې ولایت د والي، حیات الله حیات هغه څرګندونې چې ګنې په یاد ولایت کې ۷۰ سلنه پولیسو دندې پرېښې رد کړې. د کندهار والي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي و، چې په کندهار کې یوازې ۳۰ سلنه پولیس په دندو پاتې دي او ۷۰ سلنه پولیسو دندې پرېښې دي. د کندهار امنیه قومندان ویلي، اوس مهال د نورو وختونو څخه زيات عام ولس دې ته ليواله شوی چې د پوليسو اردو او ملي امنيت ليکو ته خپل اولادونه ولیږي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د مشرانو جرګې یو پلاوی کندهار ولایت ته تللی و او ادعا یې وکړه، چې ګني د یاد ولایت په پنجوایي، ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې پولیسو ۳۰۰ پوستې په قصدي ډول پرېښې دي. خو د کندهار ځایي چارواکو ویلي، چې د پولیسو ځینې پوستې په تاکتیکي ډول له یوې سیمې بلې سیمې ته لېږدول شوې دي.
































