د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي وايي، د دې هېواد د لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني وژونکي پر ټوله ځمکه خوندي نه شي پاتې کېداى. ریسي ویلي، چې حتی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې د ده په خبره د سلیماني د وژنې په چارو کې یې لاس درلود له عدالته خوندي نه دی. د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر درېیمه په عراق کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. ایران د دې برید د غچ اخستلو ګواښ کړی و.
































