ارګ وایي چي د اساسي قانون د څلور شپېتمې مادې د یوولسمې فقرې پر بنسټ د لوړ پوړو دولتي چارواکو ټاکل او لرې کول د ولسمشر صلاحیت دی. په همدې اړه د ارګ پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي چې د عامې روغتیا مخکېنی وزیر د ۱۳۹۹کال د جدي په ۱۱ نېټه د ولسمشر د حکم پر اساس لرې شوی دی او په دې اړه حاشیوي بحثونو او بیا کتنې ته هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي. ارګ دغه راز زیاته کړې چې ډېر ژر به د عامې روغتیا وزارت سرپرست معرفي او په دنده پیل وکړي. د یادونې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د روغتیا د مخکیني وزیر جواد عثماني د استعفا د خبر تر خپرېدو وروسته، نوموړي وویل چې ده استعفا نه ده ورکړې او حکومت د ده د ګوښه کولو لپاره هیڅ قانوني توجیه نه لري.
































