د هرات ولایت ځایي امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو نن یو دولتي ملي بس موټر د هغه له ټولې سپرلۍ سره یو ځای له ځان سره بیولی دی. د هرات د پولیسو د رسنیز دفتر سرپرست عتیق الله وثیق ویلي، دا موټر چې له تور غونډۍ هرات ښار ته پر لاره و د لارې له اوږدو طالبانو تښتولی دی. د هغه په خبره، تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو دا موټر څنګه او چېرته بېولی دی. دا چې په موټر کې سپاره کسان دولتي مامورین وو او که څنګه نوموړي یې په اړه معلومات نه دي ورکړي. هغه ټینګار کړی دی چې پولیس به د مسافرینو د ځای تر تثبیت وروسته د هغوی د خلاصون لپاره لاس په کار شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































