د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړی حفیظ منصور وایي، د اوسني نظام او نورو ارزښتونو د ساتنې لپاره له لنډمهالي حکومت پرته بله لار نه شته. نوموړي چې نن یې په کابل کې د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو د ارزونې غونډه کې خبرې کولې وویل، د اوسني نظام او نورو انساني ارزښتونو د ساتنې لپاره افغانان مجبور دي مؤقت حکومت ته غاړه کېږدي. هغه ویلي، له مقابل لوري څخه دا تمه چې هغوی به هم د حکمتیار په څېر د پخلاینې په بدل کې د کابل په دارلامان کې په یو کور راضي شي غیر ممکنه ده. منصور د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، دا چې حکومت په اوربند خو طالبان د راتلونکي سیاسي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي، نو ښایي د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو پر مهال جګړه نور هم زور واخلي ځکه د ده په خبره، طالبان له همدې لارې د مېز پر سر د ډېرو امتیازاتو په لټه کې دي. هغه دغه راز د ارګ او سپیدار ترمنځ هم پر یووالي ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د سولې لپاره په واقعي مانا ملي اجماع ته اړتیا ده. د یادونې ده چې مذاکراتي پلاوی به له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته د راتلونکې دوشنبې په ورځ د دویم پړاو مذاکراتو پیل لپاره بېرته دوحې ته لاړ شي.
































