د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو د پيل په درشل کې د حکومت مذاکراتي پلاوی وایي چې ښايي دا پړاو له ګڼو خنډونو او ستونزو ډک وي. د مذاکراتي پلاوي غړو په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د مذاکراتو په دې پړاو کې پر اوربند ټینګار کوي، خو داسې ښکاري چې طالبان به تر هر څه وړاندې د راتلونکي حکومت پر جوړښت خبرې وکړي.
د افغان مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړي په دې باور دي چې موقت حکومت د جګړې د پای او توافق ته رامنځ ته کولو یوازینۍ لار ده او طالبان به په لږ شي قناعت و نه کړي.
افغان حکومت له طالبانو سره پوره درې میاشتې مذاکرات وکړل، خو نه یوازې دا چې دغو مذاکراتو جګړې کمې کړې نه دي، بلکې برعکس جګړې شدیدې شوي او هره ورځ افغان انسان په کور د ننه د روانې جګړې له امله ځپل کېږي. په راتلونکو څو ورځو کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دویم پړاو مذاکرات هم پیل شي او داسې تمه کېږي چې دا پړاو مذاکرات به اغېزناکې پایلې ولري او یا لږ تر لږه دلته به د جګړې اور یو څه کم کړي، خو دلته په کابل کې بیا د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی پر دې باور دی چې ښایي طالبان د مذاکراتو د دویم پړاو پر مهال د امتیاز اخیستلو په موخه تاوتریخوالی ډېر کړي او جګړې شدیدې کړي.
د مذاکراتي پلاوي غړي حفیظ منصور پرون په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې طالبان لا ډېر امتیازات غواړي، له همدې امله دوی هڅه کوي د دویم پړاو مذاکراتو پر مهال جګړې شدیدې کړي. منصور همدا راز وايي چې طالبان به په دارلامان کې د یوه کور پر ورکړه قناعت و نه کړي، نو یوازینۍ د حل لاره د موقت حکومت جوړول دي. حفیظ منصور وایي، د افغانانو بریا په دې کې ده چې اوسنۍ لاس ته راوړنې او نظام وساتي، نو د نظام د ساتلو لپاره اړ دي چې موقت حکومت ته غاړه کېږدي. د منصور په خبره: ((د اوسني نظام او نورو انساني ارزښتونو د ساتنې لپاره افغانان مجبور دي مؤقت حکومت ته غاړه کېږدي. له مقابل لوري څخه دا تمه چې هغوی به هم د حکمتیار په څېر د پخلاینې په بدل کې د کابل په دارلامان کې په یو کور راضي شي، غیر ممکنه ده)).
حفیظ منصور دغه راز وايي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي تر ټولو مهمه او لویه غوښتنه اوربند دی، خو طالبان به یې په بدل کې د نظام بدلون غواړي. د ده په خبره، طالبان د اسلامي نظام خبره کوي، خو له دې نظام واضح تعریف نه وړاندې کوي. هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل: ((طالبان د اسلامي نظام خبره کوي، خو په دې اړه مناظرې او خبرو ته نه دي تیار. یوازې د اسلامي وروستاړي په یادولو سره خو اسلامي نظام نه جوړېږي. بل دا چې طالبان یوه اسلامي ډله نه ده، دوی د یوه حکومت په مقابل کې جګړه کوي، د ډېرو کړنو لپاره یې دیني دلیل نه شي راوړلی)).
حفیظ منصور دغه راز په کور د ننه هم د سیاسي جهتونو ترمنځ د واحد دريځ پر موجودیت خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، د دې وخت دی چې په کور د ننه ټول اړخونه له ملي ګټو د دفاع لپاره د هېواد د راتلونکې او سولې په اړه واحد دريځ ولري او د ارګ او سپېدار تر منځ دې هم همغږي او اړیکې پیاوړې کړل شي.
د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پيل شي. سره له دې چې د نړیوالې ټولنې او افغان سولې د ګڼو ملاتړو هېوادونو غوښتنه په هېواد کې د اوربند تامین دی، خو طالبانو تر دې دمه د اوربند منلو ته غاړه نه ده اېښې.
































