په نایجیر کې سخت دریځو اسلامپالو پر دوو کلیو برید کړی دی او ۷۹ کسان یې وژلي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه مالي ته په نږدې پراته ښار کې شوې ده. په دې سیمه کې په وروستیو کې ناندرۍ او جګړې خورا شدیدې شوې دي او ګڼو کسان ته درانه تلفات پکې اوړي. په وروستیو ورځو کې نایجیر ته څېرمه په مالي کې درې فرانسوي عسکر وژلي شوي وو او د وژلو مسوولیت یې هم القاعده شبکې منلی دی. د افریقا دغه ساحلي سیمې تل له کشمکشونو او سختو جګړو ډکې دي چې تر ډېره غربي هېوادونه هم پکې ښکېل دي.
































