د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګریس له ټولو هغو غړو مننه کړې ده چې دده په ملاتړ د ټاکنو د اعلان شوو پایلو لغوه کول غواړي. نوموړي ویلي چې د کانګریس شاوخوا پنځوسو غړو د حقیقت په لیدلو سره اوس دا پرېکړه کړې چې دده له دریځ ملاتړ وکړي او د ټاکنو د پایلو د نه منلو غږ پورته کړي. له دې وړاندې ټرمپ له نورو امریکايي وګړو هم غوښتي وو چې د عدالت او پایلو د نه منلو لپاره دده تر څنګ ودرېږي او واک ته د بایډن د رسېدو مخنیوی وکړي. د هغه سیال او منتخب ولسمشر جو بایډن بیا پر دې څرګندونو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او سپینې ماڼۍ ته د تګ پر تیاریو بوخت دی.
































