طالبان دې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب لپاره خپله ژمنتیا وښيي. د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب د نړیوالې موسسې مشرې شرل بننارد ویلي طالبانو د خپل حکومت پر مهال د افغانستان ګڼ تاریخي او فرهنګي اثار له منځه یوړل او اوس د سولې خبرې روانې دي نو ددې اړتیا ده چې دغه ډله د افغانستان د تاریخ او فرهنګ د خوندیتابه په برخه کې خپله ژمنتیا وښيي. نوموړې ویلي د سولې د خبرو په جریان کې د تاریخي اثارو ساتنه او په دې اړه د طالبانو ژمنه اخیستل باید د اجنډا برخه وي. هغې ویلي په افغانستان کې د اسلامي دورې او تر اسلام د مخه دورې مهم اثار شته دي چې د جګړو، طبعي پېښو، کمزوري اقتصاد او مافیايي کړیو د موجودیت له امله له خطر سره مخ دي او باید نړیوال یې ساتنې او خوندي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
































