د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه پېښه د ترکیې په آغري ولایت کې رامنځ ته شوې ده. سرچینه کاږي چې د افغان کډوالو موټر د ډېرې چټکتیا له امله له سړک وتلی دی او له امله یې پنځه کسه وژل شوي دي. بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر دې ډېر وضاحیت نه دی ورکړی خو وایي چې د وژل شوو کسانو جسدونه به ډېر ژر په انقره کې د افغانستان د سفارت له لارې را ولېږل شي. په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د ناسم اقتصادي وضعیت له امله زرګونه افغان ځوانان اړ شوي چې هېواد پرېږدي چې له امله یې ډېر کله په اروپايي او ځينو اسیايي هېوادونو کې ددغه ډول پېښو ښکار شي.
































