د ولسيجرگې غړي وايي د حکومت او طالبانو ترمنځ روان کشمکش کې ملت تر پښو لاندې شوی دی. د ولسي جرګې غړي وایي د ولسمشر غني حکومت او شاوخوا کسان په فساد کې ښکېل دي چې ولس ورته اهمیت نه لري او طالبانو بیا د امتیاز اخیستلو لپاره جګړه شدیده کړې ده. د ولسيجرگې غړی شیر محمد اخوندزاده همدا راز وایي چې د اوسنیو جګړو او ناندریو د ختمولو یوازینۍ لار دا ده چې موقت حکومت جوړ کړل شي او د ملت له منځه زړه سواندي خلک د حکومت واګې په لاس کې واخلي. دده په وینا دمګړی د حکومت ډېری لوړپوړي غړي په فساد لګیا دي او د هېواد اساسي او مهمو چارو ته یې له سره پام نه دی. هغه په ښکاره د چا نوم وا نه خیست خو ټینګار یې وکړ چې فساد اوج ته رسېدلی دی او د ولس اندېښنه له هېچا سره نشته ده.
































