د ټرمپ مخالفه نانسي پلوسي بیا هم د امریکا د استازو مجلس رییسه شوه. دا څلورمه دورمه ده چې نانسي پلوسي د امریکا د استازو مجلس د رییسې په توګه ټاکل کېږي. هغه همدا راز د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ مېرمن وه چې د استازو مجلس مشرۍ ته ورسېده. دمګړی نانسي پلوسي د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو ډېرو واکونو لرونکې مېرمن ګڼل کېږي. هغه اتیا کاله عمر لري او ۳۲ کاله کېږي چې د امریکا د استازو په مجلس کې حضور لري. هغه د ټرمپ د سیاستونو سخته مخالفه ده او ان یو ځل یې د ټرمپ د استیضاح طرحه هم د استازو په مجلس کې تایید ته ورسوله.
































