د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار وایي طالبان باید له امریکا سره پر لاسلیک کړې هوکړه عمل وکړي. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي د سولې هوکړه یوازې کلمات نه دي بلکې ژمنتیا مهمه ده او طالبانو ته په کار ده چې د خپلو ژمنو پر بنسټ له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي. جک سلیوان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده او اوس ددې وخت دی چې روان سیاسي مذاکرات او افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم د سولې هوکړه رامنځ ته کړل شي. ده همدا راز ټینګار کړی چې طالبان دې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې هم خپلې ژمنې عملي کړي. هغه داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې طالبانو تازه پر امریکا د هوایي بریدونو د درولو غږ کړی دی. طالبانو خبرداری ورکړی چې که امریکا هوایي بریدونه و نه دروي نو د طالبانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
































