ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت سولې ته بشپړه ژمنتیا لري خو ټینګار یې کړی دی چې افغان دولت او ملت داسې سوله غواړي چې عدالت پکې تامین، مشارکت زیات او د خلکو ټول حقونه پکې خوندي شي. نوموړي چې نن یې په دفاع وزارت کې یوې غونډې ته خبرې کولې له ډېرو جزیاتو پرته وویل، چې د وسله والو ځواکونو د پایښت او لا پیاوړتیا لپاره یو شمېر اصلاحات تر لاس لاندې لري. نوموړي ټینګار کړی دی چې د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغان حکومت د پاملرنې ترڅنګ د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم پر خپل ځای دی.
































