د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي، طالبان د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره هڅه کوي له پاکستان څخه افغانستان ته د خپلې رهبرۍ د رالېږدولو لپاره زمینه برابره کړي. نوموړي نن د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته په خبرو کې ویلي، طالبانو همدې موخې ته د رسېدو لپاره جګړې جنوبي او جنوب غربي ولایتونو ته غځولې دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، کله چې طالبان له اسلام اباد او کراچۍ څخه د سولې خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته ځي د وجدان له عذاب سره مخ شوي او د همدې لپاره هڅه کوي افغانستان کې ځان ته د حضور زمینه برابره کړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې طالبان مخکې تر دې هم په ورته هڅو کې ناکام شوي او له دې وروسته به هم دې ارمان ته ونه رسېږي.
































