د المان د برلین ځایي پولیس وایي، دوی یوه ټایلنډي شرکت ته د ۲۰۰ زره زرو تنفسي ان۹۵ ماسکونو د جوړولو سپارښتنه کړې وه. ددوی په خبره دغه ماسکونه تر جوړېدو وروسته د المان په لور لېږدول کېدل چې د ټرمپ په سپارښتنه د امریکايي ځواکونو له لوري بېړۍ درول شوې او ماسکونه امریکا ته وړل شوي دي. ددوی په خبره دا د امریکا نوې او مدرنه سمندري غلا ده چې زرګونه ماسکونه یې له ځان سره وړي دي. دې مسئلې د الماني چارواکو او برلین د پولیسو د یپارتمنت توند غبرګون پارولی دی او په دې اړه یې د قانوني اقداماتو خبرداری ورکړی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دوی د خپلو قوانینو له مخې په کړکېچن وضعیت کې د ورته اقداماتو واک لري. دده په خبره دوی دغه توکو ته شدیده اړتیا لرله نو ځکه یې دا کار کړی دی.
































