فارین پالیسې نشریې په خپله یوه لیکنه کې ویلي دي چې تېر میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۶ ملکي وګړي او ۱۶۸ نظامیان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. دغه نشریه وایي چې د مدني ټولنې پر فعالینو او خبریالانو برید د جدي اندېښنې وړ مسئله ده چې نړیوال یې باید په اړه غبرګون وښيي. سرچینې دغه راز ویلي چې امریکا د لومړي ځل لپاره طالبان د هدفي وژنو او نښتو تر شا بللي دي. فارین پالیسي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند سني لګېت له خولې ویلي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، هدفي وژنې پای ته ورسوي او د اوربند لپاره تیاری ونیسي. په کابل کې په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ د مقناطیسي ماینونو له لارې هدفي وژنې کېږي چې طالبانو په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي، خو کومې بلې ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی.
































