په برېتانیا کې د کرونا ویروس د نوې بڼې له خپرېدو سره هممهاله د دویم ځل لپاره د سرتاسري کرنټین امر شوی دی. د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي دي چې د کرونا ویروس نوې بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې برېتانویان یو ځل بیا په خپلو کورونو کې پاتې شي او سرتاسري کرنټین مراعات کړي. هغه ویلي چې دا به وروستی کرنټین وي ځکه ډېر ژر به د کرونا واکسین پر خلکو وویشل شي. هغه ژمنه کړې چې د راتلونکې فبرورۍ تر نیمايي به نږدې سل زره روغتیا پالانو، د لوړ عمر لرونکو او له خطر سره مخ برېتانویانو ته د کرونا ضد واکسین وویشې.
































