چین یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به بشپړه همکاري کوي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ليو جان د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. په دې لیدنه کې چینايي لوري ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله هم د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو له مرستې مننه کړې ده او په خبره یې هڅه کېږي چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. هغه همدا راز ویلي چې د سولې له خبرو سره هممهاله روان تاوتریخوالی او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي چې د سولې پروسه زیانمنولی شي. لیو جان ویلي دوی د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري لري او په دې تمه دي چې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو سبب شي.
































