د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې اساسي قانون د افغانانو د اسلامي هویت هنداره ده او د طالبانو دا ادعا چې ګوندې اساسي قانون غیر اسلامي دی بې اساسه او په هیڅ صورت د منلو نه ده. نوموړي چې نن یې په کابل کې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب په ۱۷مه کلیزه کې خبرې کولې وویل، چې اساسي قانون نباید د سولې قرباني شي. هغه زیاته کړې، که چېرته طالبان د افغانستان اساسي قانون او تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې ومني نو د دوی په ګډون به یې ټول افغانان په خلاصه غېږه هرکلی وکړي، خو له دې پرته هغه سوله چې د خلکو اساسي حقونه پکې خوندي نه شي هیچا ته هم د منلو نه ده. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د اساسي قانون له منلو د طالبانو انکار د اوسني نظام د پاشل کېدو مانا لري. نوموړي ټینګار کړی دی چې، اساسي قانون تعدیل او بیا کتنې ته اړتیا لري خو په خبره یې دوی به هیڅکله چا ته د دې اجازه ورنه کړي چې حکومت د امارت قرباني کړي.
































