د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی د دویم پړاو مذاکراتو د پيل لپاره دوحې ته تللی دی. ټاکل شوې وه چې پلاوی وړمه ورځ دوحې ته لاړ شي او پرون مذاکرات باید پيل شوي وای، خو د هوا د خرابوالي له امله سفر ځنډېدلی و. ارګ وایي چې په مذاکراتو کې باید تر هر څه وړاندې پر اوربند خبرې وشي، سره له دې د ملي مصالحې عالي شورا هم دا تمه لري چې په دې پړاو کې مذاکرات د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. له دې سره جوخت زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی و او دلته یې د سولې په تړاو له ګڼو سیاسي څېرو سره لیدلي دي.
د لومړي پړاو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې لنډه دمه راغله او اوس د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته تللی چې له طالبانو سره دویم پړاو مذاکرات پيل کړي. د پلاوي مشري معصوم ستانکزی کوي او دوحې ته تر تګ مخکې یې د ملي مصالحې عالي شورا په غونډه کې هم برخه اخیستې ده. د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غونډه وړمه ورځ ماښام مهال جوړه شوه او ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، په دې غونډه کې له مذاکراتي پلاوي غوښتل شوي چې پر اوربند خبرې وکړي. هغه همدا راز وایي، مذاکراتي ټیمونو ته یې ډاډ ورکړی چې د افغان حکومت بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او باید د افغانانو له دريځ دفاع وکړي. همدا راز یې ژمنه کړې چې تخنیکي ټیمونه به د مذاکراتو د پرمختګ لپاره اړینو او مهمو مرستو ته تیار وي. د ده په خبره: ((موږ دا واضح کړه چې د مذاکراتو له پیله له د رهبرۍ کمېټه او تخنیکي ټیمونه منظمې جلسې ولري. د اړتیا په صورت کې به مذاکراتي ټیم ته پر وخت رغوونکې او حمایتي مشورې ورکړي)).
بلخوا افغان حکومت وايي چې مذاکرات باید د جګړو د پای ته رسېدو سبب شي او مذاکراتي پلاوی به په دویم پړاو کې پر اوربند او د جګړې پر ختمېدو بحث کوي. د ولسمشر ویاند په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، مذاکراتي پلاوی دوحې ته تللی او د حکومت بشپړ ملاتړ له ځان سره لري. د ده په خبره: ((یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او د افغانانو لومړیتوب ژر تر ژره د تاوتریخوالي درېدل، اوربند او تلپاتې سولې ته رسېدل دي)).
بلخوا امریکا هم پر دې ټینګار کوي چې په دویم پړاو مذاکراتو کې باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دویم پړاو مذاکرات پيلېدونکي دي او د دې تمه ده چې دغه مذاکرات د روانې جګړې د ختمېدو او اوربند د تامین سبب شي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې مذاکرات دې په چټکۍ یوې پایلې ته ورسول شي.
هغه په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدلله او له سیاسي شخصیت عبدالرب رسول سیاف سره کتلي دي. په دې لیدنو کتنو کې یې د روانې جګړې پر ختمېدو او سولې خبرې کړې دي. له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال خلیلزاد ویلي چې په دویم پړاو مذاکراتو کې باید د اوربند پر کمولو توافق وشي او تاوتریخوالی دې کم کړل شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې له خبرو سره هممهاله روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او تاوتریخوالی کم کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له خلیلزاد سره د خبرو پر مهال ویلي چې خبرې باید د سولې سبب شي او دلته دې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړل شي. هغه هم اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی.
































