اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس ویلي د سولې له خبرو سره هممهاله هدفي بریدونه، تاوتریخوالی او جګړې د منلو وړ نه دي. دده په وینا دې مسئلې اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې ده او طالبانو ته په کار ده چې د سولې او اوربند لوری ونیسي. ارناوت وایي که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي او غواړي چې دلته دایمي ثبات راشي نو تر هر څه مخکې دې اوربند وکړي او په چټکۍ دې دې هدف ته ورسېږي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او تمه لري چې ژر تر ژره جګړې ختمې کړل شي او د خبرو په جریان کې بشري حقونه خوندي کړل شي.
































