د افغانستان د ملي امنیت شورا ددفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د چارو ادارې رییس فضل فضلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت او سولې خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې باید د سولې خبرې لاس ته راوړنې وساتي، د یوه مستقل، پیاوړي او با ثباته افغانستان د جوړېدو سبب شي او روان تاوتریخوالی دې ژر تر ژره کم کړل شي. افغان لوري همدا راز د سولې له خبرو سره همهاله تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ بللی دی او له امریکايي لوري یې غوښتي چې په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.
































