د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د ایران د بېړۍ چلولو پر شرکت او د ایران د وسپنې له صعنت سره پر تړلو ۱۶ شرکتونو یې بندیزونه وضع کړي دي. د بېړۍ چلولو شرکت په دې تورن دی چې پر ایران له وضع شوو بندیزونو یې سرغړونه کړې ده او ددغه هېواد حکومت ته یې داسې توکي لېږدولي چې په بندیزونو کې شامل دي. همدا راز امریکا پرېکړه کړې چې له بندیزونو د سرغړونې او پر ایران د فشار لپاره شپاړس نور شرکتونه هم د بندیزونو په لېست کې راولي. ایران د امریکا پر دغه پرېکړه تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.
































