افغان حکومت وایي په کابل ښار کې به د میلیونونو ډالرو په لګولو امنیتي کامرې نصب کړي. د ولسمشر لومړي مرستیال په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي دي چې ډېر ژر به ټول کابل ښار د امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې وي. دده په خبره د جرمونو د له منځه وړلو او مجرمینو د تعقیب لپاره د امنیتي کامرو نصبول یو اړین کار دی او د جرمونو په کمولو کې به د پام وړ اغېز ولري. دده په خبره د کامرو په نصبولو شاوخوا سل میلیونه ډالر لګښت راځي چې مرستندویه هېوادونو یې د تمویل ژمنه کړې ده. نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. افغان حکومت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې کابل شار تر بل هر وخت بې نظمه او نا امنه شوی دی.
































