د ازبکستان له لوري د برېښنا تر قطع کولو وروسته د هېواد څو ښارونه تېره شپه تیاره وو. سره له دې چې هېواد ته په تېرو شلو کلونو کې میلیاردونه ډالر رامات شول خو افغان چارواکي په دې بریالي نه شول چې له طبیعی سرچینو په استفادې هېواد د برېښنا له اړخه پر ځان بسیا کړي. د افغانستان د برېښنا شرکت وایي چې اوس په ازبکستان کې د یوې تخنیکي ستونزې له امله د څو ښارونو برېښنا نشته ده. کابل کې تېره شپه برېښنا نه وه او دې مسئلې په ټولنیزو رسنیو کې پر حکومت او برېښنا شرکت نیوکې ډېرې کړې دي. کاروونکي وایي برېښنا شرکت یوه کمکاره اداره ده چې د برېښنا په څېر د یوې لومړنۍ اړتیا په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.
































