روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۰۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۲۰۷ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته نهه تنه مړه شوي او ۱۴۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه زره او ۲۵۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او ۸۴۰ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































