ناټو وایي روان میلادي کال کې به په افغانستان کې د حضور او یا وتلو په اړه پرېکړه کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته ویلي دي چې ۲۰۲۱ز کال د ناټو لپاره سخت کال دی او ښايي دوی له ګڼو ننګونو سره مخ وي. دده په وینا تر ټولو ستره ننګونه د افغانستان په اړه پرېکړه کول دي. ینس سټولټنبرګ وایي راتلونکې میاشت د ناټو ددفاع وزیران غونډه کوي او په هغه کې به پرېکړه کېږي چې سرتېري یې په افغانستان کې پاتې شي او که ووځي. دده په خبره که سرتېري وځي نو دا خطر باید ومنو چې افغانستان بیا ځلې د ترهګرو پر ځاله بدلېږي او که حضور ته ادامه ورکوو بیا هم ځینې خطرونه دي چې باید ومنل شي. هغه د بین الافغاني خبرو ددویم پړاو د پیلېدو هرکلی هم کړی دی خو وایي ښایي ناټو د ځواکونو حضور یا وتل د دوحې په خبرو کې له پرمختګ سره وتړي.
































