په هلمند کې په یوه هوایي برید کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د هلمند د ولایتي شورا غړو رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې تېره شپه هوایي ځواکونو د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې هوایي برید کړی چې له امله یې پنځه ماشومان وژل شوي دي. د برید له امله پنځه کسه ټپیان دي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي. دوی په دې اړه د پلټنو غوښتنه کوي او وایي چې عاملین یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. افغان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
































