د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نن به د امریکا، افغانستان او تاجکستان درې اړخیزه ناسته ترسره شي. سپوټنیک اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې دا درې اړخیزه ناسته به نن پنجشنبې په انلان ډول ترسره شي. په یاده ناسته کې به د امریکا استازولي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیویډ هیل وکړي. راپور کاږي چې تر اوسه د ناستې اجنډا هم مشخصه نه ده او یاده ناسته به د بندو دروازو تر شا ترسره شي. افغان او تاجک چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































