د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په پلازمېنه واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له شرم څخه ډکو اعتراضونو ته په غبرګون کې ویلي چې تاریخ به دا شرموونکې ورځ په یاد ولري. د سي ان ان د راپور له مخې، اوباما ویلي، تاریخ به دا هم ثبت کړي چې په یوه دوره کې د ډیموکراسۍ د سرلاري هېواد په پلازمېنه کې یو ولسمشر قانوني ټاکنې نه منلې او بې اساسه دروغ یې ویل. هغه زیاته کړې چې دا به د تاریخ تر ټولو شرمناکې، بدې او تورې کرښې وي، چې ټول ملت به ورباندې شرمېږي. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، په دې کار هیڅ حیران شوی نه دی ځکه دده په خبره له ټرمپ څخه همداسې تمه کېده او هغه څه چې غوښتل یې ترسره یې کړل او په دې کار حیرانتیا په ځان پورې د خندا مانا لري.
































