فیسبوک او ټویټر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټونه د ده د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدو پورې بند کړل. د ټرمپ د ولسمشرۍ دوره د روانې جنورۍ په شلمه پای ته رسېږي. د فیسبوک ريیس مارک زکر برګ ویلي چې د واک لېږد په دې دوره کې له ټولنیزې شبکې څخه د ولسمشر استفاده ډېر ستر خطر لري. ټویټر هم ویلي، د دوی د پالیسۍ نه د څو سرغړونو له امله یې د ټرمپ درې ټوېټونه لرې کړي دي. ټرمپ په دې دریو ټویټونو کې خپل پلویان سوله ییزو لاریونونو ته د وربللو ترڅنګ له هغو غوښتي وو چې خپلو کورونو ته بېرته لاړ شي خو ده په عین حال کې په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا تکرار کړې ده. د ټویټر پر اساس، دا ټویټونه ددې سبب شول چې د ټرمپ پلویان کانګرېس ته ننوځي او تاوتریخوالی رامنځته کړي.
































