د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ولايتونو ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي. دوی وايي د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم دی او غوښتنه کوي، چې په دغه پروسه کې هغه مېرمنې هم شاملې کړي، چې د کورنۍ غړي یې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي. پکتيا کې د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت وويل، چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي، چې په جګړه کې یې قرباني ورکړې ده. دوی په قطر کې د طالبانو مذاکرتي پلاوي څخه غواړي، چې له خپله اړخه مېرمنو ته هم برخه ورکړي، ترڅو د دوی مېرمنې هم د سولې د پروسې او د خپلو حقونو په اړه نظر شريک کړي.
































