د افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي پلاوي غړي وايي، چې د دویم پړاو خبرو مقدماتي ناستې شوي او پر موضوعاتو بحث به د شنبې په ورځ پيل شي. په ورته مهال د افغان حکومت مذاکراتي ټیم تېره ورځ خپلمنځي ناسته هم درلوده او له طالبانو سره یې د اجنډا د موضوعاتو په اړه مشورې کړې دي. د ملي مصالحې عالي شورا وايي، چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم له طالبانو سره خبرو ته بشپړ چمتووالی لري. دویم پړاو مذاکرات خورا پيچلي ځکه بلل کیږي، چې د اوربند او د نظام د تغیر په څېر مسایل پکې تر بحث لاندې نیول کیږي. د افغان حکومت او طالبانو تېر پړاو مذاکراتو درې میاشتې دوام وکړ او دواړه لوري د مذاکراتو پر اجنډا هوکړې ته ورسېدل خو اوس ویل کیږي، چې دوحه کې د مذاکراتو یو اساسي بحث به د نظام مسله وي.
































