د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د څېړنو په اساس وړمه ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه کې پر وسله والو طالبانو د هوایي برید په ترڅ کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یاد کمېسیون ویلي دغه هوايي برید چې پنځه ملکي وګړي پکې وژل شوي درې یې ماشومان دي. او همدارنګه پنځه تنه نور ملکي وګړي پکې ټپیان شوي چې څلور تنې ښځې دي. پر ملکي وګړو یاد هوايي برید د بشري حقونو کمېسیون لخوا غندل شوی او له حکومت څخه یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده. یاد کمېسیون پر خپل ټویټر لیکلي چې جنګ د حل لار نه ده او د ملکي وګړو ته پر زیان نه رسېدو یې ټینګار کړی دی.
































