طالبان وایي، د افغانستان د راتلونکي نظام او د واک لېږد په اړه باید په دوحه کې د خبرو په لړ کې پرېکړې وشي. د طالب پلاوي یو شمېر غړو ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي. دوی دا څرګندونې، د ولسمشر غني د هغې خبرې په ځواب کې کړې، چې ویل یې دي یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی. ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر اجنډا بحث بیا پیل شي. لا تر اوسه د سولي د دغو خبرو اجنډا مالومه نه ده، خو مخکې د دواړو پلاوو ځینو غړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه بېلا بېلو غونډو کې خبرې کړې دي. افغان پلاوی وايي، اوربند یې د اجنډا په سر کې دی او طالب پلاوي بیا ویلي، د اجنډا لومړۍ موضوع یې په افغانستان کې د نظام بڼه ده.
































