بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اندونیزیا، ناروې، استرالیا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو په قطر کې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو پیلېدو هرکلی کړی او د سولې له بهیر سره یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې مېنټو مرسودي او د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ایني ماري اریکسن سره ی
د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. د یادو هېوادو استازو قطر کې د دویم پړاو مذاکراتو پیلېدو هرکلی کړی دی. اتمر ویلي، د سولې لپاره د اسلامي نړۍ رول او ملاتړ مهم دی. د یادو هېوادونو ملاتړ داسې مهال دی چې ټاکل شوې نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو د اجنډا پر موضوعاتو رسمي بحثونه پیل شي.
































