په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ بحثونه پيل شوي دي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نن سهار په دوحه کې افغان مذاکراتي پلاوي له طالبانو سره اساسي بحثونه پيل کړي دي. خوځون په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. افغان پلاوی ټینګار کوي چې په دې پړاو مذاکراتو کې باید اوربند رامنځ ته شي خو داسې ښکاري چې طالبان به تر اوربند وړاندې د حکومت پر جوړښت او د واک پر لېږد بحثونه ولري. طالب سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې راتلونکی حکومت د بحث مهمه موضوع ده.
































