ولسمشر اشرف غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي، اشرف غني په خپله مرکه کې ویلي چې زما د واکمنۍ له پیل تر دې دمه څلویښت زره ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې ستر اکثریت یې سرتیري دي، نوموړي زیاته کړې چې دغه ټوله موده کې یوازې ۹۸ بهرني سرتیري وژل شوي چې تیر ۲۰۲۰ کې دا شمیره بیخي صفر ته را ښکته شوې ده.
































