ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې د ډنمارک پخوانۍ سفیره په کابل کې د خپل مرستندویه دفتر مرستیاله ټاکلې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې مېرمن مېټې کنوډسین تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو ګڼ ماموریتونه په بریالۍ توګه ترسره کړي دي او هغه یوه پیاوړې ديپلوماته ده. ګوتریش وایي تمه لري چې په دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت ترمنځ لا ډېره همغږي رامنځ ته شي. کنوډسین په سیاسي علومو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ډنمارک سفیره وه. هغې همدا راز په ګڼو نورو هېوادونو کې هم د خپل هېواد ديپلوماتیک ماموریتونه مخ ته وړي دي. نوموړې به له دې وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوي.
































